ads

په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ ضد واكسين كمپاين پيلېږي

د راتلونكې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ يا پوليو په ضد د واكسين كمپاين پيلېږي، چې په ترڅ كې به يې پنځه ميليونه او ۳۰۰ زره له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ ضد واكسين كمپاين پيلېږي

د راتلونكې دوشنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولايتونو كې د ګوزڼ يا پوليو په ضد د واكسين كمپاين پيلېږي، چې په ترڅ كې به يې پنځه ميليونه او ۳۰۰ زره له پنځو كلونو كم عمره ماشومان واكسين شي.
د عامې روغتيا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو ملي پروګرام د عامه اړيکو مسوول ميرجان راسخ وايي، دا کمپاين په هغو سيمو کې پلى کېږي، چې د پوليو ويروس له لوړ خطر سره مخ دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۸م ميلادي کال له پيل راهيسې تراوسه په هلمند، کندهار، اروزګان، کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA