په ننګرهار كې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول شول

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او د مركز جلال اباد ښار په قصبې سيمو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول.