ads

په ننګرهار كې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول شول

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او د مركز جلال اباد ښار په قصبې سيمو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
په ننګرهار كې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول شول

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او د مركز جلال اباد ښار په قصبې سيمو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د داعشيانو د مالي برخې درې مسوولين ونيول.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي له كليد سره په خبرو كې د نيول شوو كسانو نومونه خاصه دار، نيازمين او محمد عباس وښودل.
هغه وويل، په نيول شوو کسانو کې خاصه دار د داعش ډلې يوه مشر عبدالله خراساني ته د پيسو را ټولولو او نوموړي ته يې د هغو د لېږد په برخه کې فعاليت كاوه، چې له همدې پيسو په ګټې اخيستنې يې تروريستي بريدونه ترسره کول.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA