په لغمان کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې هوايي بريدونو اووه وسله وال طالبان وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا بريدونه بې پيلوټه الوتكې د جمعې په ورځ د يادې ولسوالۍ په نظرخېلو او خَلَټَك سيمو كې كړي دي.