د زابل ولايتي چارواكي وايي، د ملي امنيت ځواكونو په دغه ولايت كې د ځانګړو عملياتو په مهال د ترهګرو له منګولو هغه پنځه ماشومان ژغورلي، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ په تروريستي بريدونو كې ورڅخه د ګټې اخيستنې په هدف تښتول شوي وو.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، دا ماشومان، چې شاوخوا لس كلن دي، د مركز كلات په يوه لرې پرته سيمه كې خوشې او خپلو كورنيو ته وسپارل شول.
د سيال په وينا، يادو ماشومانو په سيمه كې لوبې كولې، چې ترهګرو وتښتول.
د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


