يوه افغان سرتېري په كابل كې پر امريكايي ځواكونو بريد كړى

ناټو وايي، يوه افغان سرتېري نن غرمه په كابل كې يو امريكايي سرتېرى وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.
د دغه سازمان د غوڅ ملاتړ ماموريت په خبرپاڼه كې راغلي، دا بريد د افغان ملي اردو يوه سرتېري كړى، چې وروسته د خپلو ملګرو له لوري وژل شوى دى.