ناټو وايي، يوه افغان سرتېري نن غرمه په كابل كې يو امريكايي سرتېرى وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى.
د دغه سازمان د غوڅ ملاتړ ماموريت په خبرپاڼه كې راغلي، دا بريد د افغان ملي اردو يوه سرتېري كړى، چې وروسته د خپلو ملګرو له لوري وژل شوى دى.
په خبرپاڼه كې د ټپي امريكايي سرتېري روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې نېږدې دوه اونۍ وړاندې هم يوه افغان سرتېري په هرات كې يو بهرنى سرتېرى وژلى او دوه نور ټپيان كړي وو.
وسله والو طالبانو بريد كوونكى خپل نفوذي كس ياد كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


