ads

د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان، چې ټاكل شوې وه د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه نېټه وشي، وځنډاوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان وځنډېد

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو اعلان، چې ټاكل شوې وه د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه نېټه وشي، وځنډاوه.
د دې كمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، موجوده ستونزو ته په كتو به د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې له كابل پرته د راتلونكې ليندۍ مياشتې په دوهمه او د دغه ولايت پايلې د همدې مياشتې په ۱۰مه نېټه اعلان شي.
د نوموړي په خبره، د يادو ټاكنو وروستۍ پايلې به د لومړنيو پايلو تر اعلان يوه مياشت وروسته له خلكو سره شريكې شي.
هاشمي زياته كړه، د فراه د ټاكنو اووه صندوقه حساس توكي، چې د راى وركولو د ۴۲ مركزونو د پايلو لېستونه هم په كې وو، د تېرې چهار شنبې په ورځ د يوه هليكوپټر د سقوط له كبله له منځته تللي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون منشي او وياند وايي، دوى به د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش په اړه د بېلابېلو قشرونو د وړانديزونو تر ارزونې وروسته روانه اونۍ وروستى مهالوېش رسماً اعلان كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA