روسيې يو شمېر افغان سياسي څېرې په مسكو كې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو ته دعوت كړې دي.
رويټرز خبري اژانس راپور وركړى، چې روسيې دا كار د افغانستان د حكومت له خوښې او اجازې پرته ترسره كړى دى.
د دې راپور پر بنسټ، په كابل كې روسي ډيپلوماټانو په تېرو دوو مياشتو كې د مسكو په غونډه كې د ګډون بلنليكونه څو مهمو افغان سياستوالو ته وېشلي دي.
سرچينه وايي، يادې غونډې ته د اتو دعوت شوو كسانو له ډلې شپږو يې د بلنليكونو ترلاسه كول تاييد كړي او د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد كرزي او د جمعيت ګوند اجرايوي رئيس عطاء محمد نور ويلي، چې ګډون په كې كوي.
ټاكل شوې وه د افغانستان د سولې په اړه د مسكو غونډه په تېره سپټمبر مياشت كې جوړه شي او د طالبانو استازو هم په دغه غونډه كې د ګډون لپاره چمتووالى وښود، خو د جمهور رئيس محمد اشرف غني په غوښتنې وځنډول شوه.


