د پاكستان د جمعيت علماى اسلام ډلې رهبر او د اكوړه خټك د حقانيه دارالعلوم مشر مولانا سميع الحق تېر ماښام په راولپنډۍ ښار كې ووژل شو.
دى د طالبانو په معنوي پلار مشهور او په افغانستان كې د هغوى د روانې جګړې ملاتړى و.
د مولانا سميع الحق زوی حامدالحق وايي، پر پلار يې په استراحت ځای کې د چړې په وسيله بريد شوى، خو پاكستاني رسنيو ويلي، نوموړى په راولپنډۍ ښار كې په موټر کې روان و، چې موټرسايکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړه.
افغان طالبانو په يوه خبرپاڼه كې د مولانا سميع الحق پر مړينې خواشيني ښودلې او د هغه وژل کېدل يې د پاکستان ولس ته ستره ضايعه ګڼلې ده.
د دوى په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې نوموړى د اسلام دښمنانو وژلى، خو دا يې نه دي ويلي، چې دغه کار چا کړى دى.
پر هغه د بريد مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
۸۱ کلن مولانا سميع الحق د ۱۹۳۷م ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې په اکوړه خټک سيمه كې زېږېدلى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


