جمهور رئيس غني: طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې دوى د سولې واك پرديو ته نه ورکوي.
هغه دا څرګندونې نن پكتيكا ته د سفر په ترڅ كې د دغه ولايت له ديني عالمانو، متنفذينو او قومي مشرانو سره د ليدنې په مهال وكړې.