ads

جمهور رئيس غني د پکتيکا عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني پکتيکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سهار د دغه ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو سره وکتل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
جمهور رئيس غني د پکتيکا عمومي امنيتي وضعيت وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني پکتيکا ته د خپل سفر په ترڅ کې نن سهار د دغه ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په پيل کې د وسله وال پوځ لوى درستيز محمد شريف يفتلي او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان دادان لونګ د پکتيکا د عمومي امنيتي وضعيت په اړه خپل راپورونه جمهور رئيس غني ته وړاندې کړل او د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ يې ورکړ.
د هېواد جمهور رئيس د پکتيکا د والي او د دې ولايت د امنيتي او دفاعي ځواکونو د غوره مديريت ستاينه وکړه او ويې ويل، هغه ځواکونه، چې د امنيت په ټينګښت كې يې اغېزناک رول لرلى، بايد تقدير شي.
نوموړي زياته كړه، امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد د کنډکونو او لېواګانو په کچه عملي پلانونه ولري، ترڅو له ځواک څخه په موثره توګه ګټه واخيستل شي.
د جمهور رئيس غني په خبره، ۲۰۳ تندر قول اردو بايد د زون لپاره په پراخه کچه واضح پلان ولري.
د هېواد جمهور رئيس تر دغې ليدنې وړاندې د پكتيكا ولايت د‌ مقام نوې ودانۍ پرانيسته.
هغه د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار پکتيکا ته ورسېد، چې د دې ولايت د بېلابېلو قشرونو له استازو سره به جلا کتنې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA