د کابل ښار د نادر پښتون واټ په يوه مارکېټ كې اور لګېدنې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
دا اور تېر ماښام ولګېد، د نن سهار تر شاوخوا لسو بجو يې دوام درلود او له كبله يې سلګونه دوكانونه وسوځېدل.
د عيني شاهدانو په وينا، لومړى اور لګېدنه په خيرخواه ماركېټ كې رامنځته شوه او وروسته اور څو نورو ماركېټونو ته وغځېد.
په يادو ماركېټونو كې برېښنايي وسايل پلورل کېږي او د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، دوكاندارانو ته په ميليونونو ډالر تاوان اوښتى دى.
د اور لګېدو کره علت لا نه دی څرګند، خو يو شمېر عيني شاهدان يې د برېښنا د شارټۍ له كبله بولي.
د كابل ښاروالۍ سرپرست احمد شعيب رحيم د اور د ژر نه مهارېدو علت د ماركېټونو غيرې معياري والى وښود.
د يادونې وړ ده، چې په كابل ښار كې تر دې وړاندې هم په ځينو ماركېټونو كې اور لګېدنو خلكو ته درانه مالي زيانونه اړولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


