ads

محمد اشرف غني د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته ځان كانديدوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ۱۳۹۸يم لمريز كال د جمهوري رياست ټاكنو ته ځان كانديدوي، ترڅو خپلې نيمګړې چارې بشپړې كړي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ له امريكايي بلومبرګ رسنۍ سره په مركه كې كړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 لړم 1397
محمد اشرف غني د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو ته ځان كانديدوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ۱۳۹۸يم لمريز كال د جمهوري رياست ټاكنو ته ځان كانديدوي، ترڅو خپلې نيمګړې چارې بشپړې كړي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ له امريكايي بلومبرګ رسنۍ سره په مركه كې كړې ده.
جمهور رئيس غني ويلي، غواړي هغه کارونه بشپړ کړي، چې د ده په دوره کې پيل شوي او لا هم نيمګړي پاتې دي.
نوموړي زياته كړې، له طالبانو سره سوله د ده يو مهم کار و، چې پيل شوى او بايد بشپړ شي.
هغه د نورو نيمګړو چارو په اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړى ځل دى، چې جمهور رئيس غني د ځان د بيا کانديدولو پخلى كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان لوى ملي ايتلاف هلې ځلې کوي، چې د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو لپاره خپل كانديد مخې ته کړي.
ټاكل شوې د جمهوري رياست راتلونكې ټاكنې د ۱۳۹۸يم لمريز كال د وري مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA