ads

صياد: د ټاكنو په مهال سرغړوونكي كسان د قانون منګولو ته سپارل كېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون يو ځل بيا ټينګار كوي، هغه كسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال يې سرغړونې او درغلۍ كړې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 لړم 1397
صياد: د ټاكنو په مهال سرغړوونكي كسان د قانون منګولو ته سپارل كېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون يو ځل بيا ټينګار كوي، هغه كسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې د ولسي جرګې ټاكنو په مهال يې سرغړونې او درغلۍ كړې دي.
د دې كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، په دغو ټاكنو كې ستونزې او د بېلابېلو لورو مداخلې موجودې وې او آن د ټاكنو يو شمېر كاركوونكي ګواښل شوي هم دي.
نوموړي زياته كړه، زورواكو په ټول توان له خپل زوره كار اخيستى او ځينو څارونكو په سمه توګه خپل كار نه دى ترسره كړى.
صياد د ټولو ټاكنيزو شكايتونو پر څېړنې ټينګار وكړ او په خبره يې، د رايو د بيا شمېرنې او ابطال لپاره به د ټاكنو خپلواك او ټاكنيزو شكايتونو كمېسيونونه ګډ تصميم نيسي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې په ټاكنو كې پر كمزوري او ناسم مديريت تورن شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA