د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو د مهالوېش په اړه نن له بېلابېلو قشرونو سره مشورتي غونډه جوړه كړه.
د دغه كمېسيون عملياتي مرستياله وسيمه بادغيسي وايي، دوى د جمهوري رياست ټاكنو لپاره دوه طرحې وړانديز كړې دي.
هغې په مشورتي غونډه كې وويل، يوه طرحه د ولايتي شوراګانو له ټاكنو پرته د راتلونكې وري مياشتې په ۳۱مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنو د ترسره كېدو په اړه ده، چې دا كار به د كانديدانو او راى وركوونكو د نومليكنې مديريت، د ټاكنيزو توكو د لېږد عمليات، د رايو شمېرل او ځينې نورې كړنې اسانه كړي.
خو بادغيسي په جلا توګه د يادو ټاكنو ترسره كېدل د قانون نقضول بولي او زياتوي، دا كار به له اقتصادي پلوه هم ګټور نه وي.
په يو وخت د جمهوري رياست، ولايتي شوراګانو او په غزني كې د ولسي جرګې ټاكنو ترسره كېدل د ټاكنو خپلواك كمېسيون دوهمه وړانديز شوې طرحه ده، چې د دې كمېسيون د عملياتي مرستيالې په وينا، له اقتصادي پلوه ګټوره ده.
نوموړې همدارنګه وويل، په يوه ورځ د يادو ټاكنو ترسره كېدل ښايي په ټاكنو كې د خلكو د زيات ګډون سبب شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو ته د ۱۳۹۸يم لمريز كال د وري مياشتې ۳۱مه نېټه ټاكلې ده.


