ads

په لغمان کې سېلابونو درې ماشومان ووژل

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې تېره شپه د زيات اورښت له کبله سېلابونه راوتلي چې په پايله کې يې د دې ولايت اليشنګ ولسوالۍ په اړينې سيمه کې درې ماشومان مړه شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 لړم 1397
په لغمان کې سېلابونو درې ماشومان ووژل

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې تېره شپه د زيات اورښت له کبله سېلابونه راوتلي چې په پايله کې يې د دې ولايت اليشنګ ولسوالۍ په اړينې سيمه کې درې ماشومان مړه شوي دي.
د والي وياند اسدالله دولتزی وايي په مړو شويو ماشومانو کې د دوو جسدونه موندل شوي او د يوه يې لادرکه دی.
دی وايي سېلابونو په بېلابېلو ولسواليو کې په زياته اندازه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه کړې ده.
د والي وياند زياته کړه، دوی په ياده سيمه کې له زيانمنو کورنيو سره د مرستو تابيا نيولې او ژر به له ټولو سره مرسته ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA