د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د سوله په پروسه کې بايد د خبريالانو خونديتوب ته پام وشي او د بيان د ازادۍ اصل په پام کې ونيول شي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرايوي رييس نجيب شريفي وايي، داعش او طالبان له رسنيو سره په جګړه کې دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې رييس دغه راز وايي، چې د افغان حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې پرېکړې د حکومت له لوري نه عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې افغانستان د هغو ۱۴ هېوادونو له ډلې بللی چې په هغه کې د خبريالانو قاتلان ازاد ګرځي او نه محاکمه کېږي.


