ads

د ننګرهار د زيتونو په فابريکه کې د تېلو پروسس هم پيل شو

د ننګرهار کانال رياست اړوند د زيتونوپه فابريکه کې د اچارو ترڅنګ د تېلو د پروسس چارې هم پيل شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 لړم 1397
د ننګرهار د زيتونو په فابريکه کې د تېلو پروسس هم پيل شو

د ننګرهار کانال رياست اړوند د زيتونوپه فابريکه کې د اچارو ترڅنګ د تېلو د پروسس چارې هم پيل شوې.
د کانال رييس انجينر سيداغا مياخيل وايي، سږکال يې د زيتونو حاصلات د ځينو تخنيکي او مسلکي نيمګړتياو له امله کم وو.
نوموړی وايي تېر کال د زيتونو فارمونو ۶۰۰ ټنه حاصلات ورکړي وو، چې ۵۶ زره لېټره تېل او ۳۲ ټنه اچار ترې پروسس شوي و؛ خو وايي سږ کال له فارمونو يوازې ۶۰ ټنه د زيتونو دانې راټولې شوې دي.
په ورته مهال د ننګرهار والي حيات الله حيات د زيتونو د حاصلاتو کموالي ته په اشارې وويل، دغه چاره به په تخنيکي ډول څېړي او په دې رياست کې به له بې غوره مسولينو سره قانوني چلند کوي.
والي ژمنه وکړه چې، سږنيو پروژو کې به د دې فابريکې زيانمنې برخې هم ورغوي.
خو د کانال رياست مسولين بيا د پرسونل کموالی هم د دوی د کارونو پر وړاندې لويه ننګونه يادوي.
د کانال رئيس وايي، د زيتونو فابريکې د پيل په کلونو کې يو نيم زر کارکوونکي درلودل؛ خو اوس د ټول کانال کارکوونکي يوازې ۸۰۰ کسان دي، چې فابريکه اتو مېرمنو په ګډون د ۶۰ فني او تخنيکي کار کوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
د معلوماتو له مخې تيرکال د زيتونو فابريکې د تېلو او اچارو څخه۳۱ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA