نن سهار د کابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند پلچرخي زندان ته څېرمه د دې زندان د ملکي کارکوونکو د عملې په پلانکوچ موټر چاودنه کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، په دې چاودنه کې د پلچرخي زندان څلور ملکي کارکوونکي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


