ads

د پلچرخي زندان ته څېرمه ځانمرګي بريد کې اوښتې مرګ ژوبله ډېره شوه

نن سهار د کابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند پلچرخي زندان ته څېرمه د دې زندان د ملکي کارکوونکو د عملې په پلانکوچ موټر ځانمرګي بريد کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 لړم 1397
د پلچرخي زندان ته څېرمه ځانمرګي بريد کې اوښتې مرګ ژوبله ډېره شوه

د کابل ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې اړوند پلچرخي زندان ته څېرمه د دې زندان د ملکي کارکوونکو د عملې په پلانکوچ موټر ځانمرګي بريد کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، په دې ځانمرګي بريد کې چې د سهار په اوو بجو او ۳۰ دقيقو ترسره شو د پلچرخي زندان شپږ ملکي کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA