ads

د طالبانو پنځه نور مهم غړي د قطر دفتر ته رسېدلي

لوېديځو رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو پنځه تنه مهم غړي د سولې د خبرو د پر مخ بېولو په هدف د دې ډلې د قطر دفتر ته رسېدلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 لړم 1397
د طالبانو پنځه نور مهم غړي د قطر دفتر ته رسېدلي

لوېديځو رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو پنځه تنه مهم غړي د سولې د خبرو د پر مخ بېولو په هدف د دې ډلې د قطر دفتر ته رسېدلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دې پنځو تنو طالبانو په ګوانتانامو زندان کې هم څه موده تېره کړې ده.
يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې محمد فضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا خيرالله خيرخواه، ملا عبدالحق وثيق او مولوي محمد نبي عمري هغه طالبان دي چې تازه د دې ډلې د قطر دفتر ته رسېدلي دي.
د يادولو ده چې د طالبانو دغه پنځه تنه مهم غړي په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې له طالبانو سره د بندي امريکايي سرتېري په بدل کې تبادله او خوشي شوي وو.
طالبان په داسې حال کې د سولې د خبرو د پر مخ بېولو لپاره قطر دفتر ته د خپلو نورو پنځو تنو د لېږلو خبره کوي چې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې مخکې په قطر کې د دې ډلې له يو شمېر غړو سره کتلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA