ads

يوناما: د ټاكنو كمېسيون دې د جمهوري رياست د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يا يوناما د افغانستان د ټاکنو له کميسيونه غوښتي چې د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 لړم 1397
يوناما: د ټاكنو كمېسيون دې د جمهوري رياست د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يا يوناما د افغانستان د ټاکنو له کميسيونه غوښتي چې د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جمهوري رياست ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.
له بل لوري تر دې مهاله د ولسي جرګې د ټاکنو پروسه هم نه ده بشپړه شوې او ټاکل شوې د دې ټاکنو لومړنۍ پايلې د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه اعلان شي.
د اساسي قانون له مخې بايد د دې دورې تر ختمېدو وړاندې د دوو مياشتو په موده کې د جمهوري رياست ټاکنې وشي.
د ټاکنو کميسيون ويلي چې د جمهوري رياست د ټاکنو پر مهالوېش کار روان دی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA