د امريکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل وايي، پاکستان بايد په رښتيني ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
ووټل دا خبرې پرون د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب، سره په کتنه کړې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حضور درلود، دواړو خواوو د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت، د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، امنيتي سکټور کې پر اصلاحاتو او د ولسي جرګې د برياليو ټاکنو د ترسره کېدو په تړاو خبرې وکړې.
جنرال ووټل وويل، چې امريکا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهير ملاتړ کوي؛ د هغه په وينا، د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې دوی د افغانانو ملاتړ کوي.
د هېواد د ملي امنيت سلاکار بيا له افغانستان سره په بېلا بېلو، په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهيز او سمبالښت په برخه کې د امريکا د مرستو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې افغان حکومت په امنيتي او دفاعي سکټور کې اصلاحاتو ته ژمن دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


