ads

واشنګټن له کابل سره د متحد پاتې کېدو په تړاو ډاډ ورکړ

جمهوررئيس محمداشرف غني او د امريکا د پوځ‎ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزيف ووټل د سولې د بين الافغاني مذاکراتو، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تجهيز او لا پياوړتيا، په امنيتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهير، تروريزم سره د ګډې مبارزې او د جنوبي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د ستراتيژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 لړم 1397

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رييس غني تېر مازديګر له جوزيف ووټل سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې ووټل، جمهور رئيس او د افغانستان خلکو ته د کندهار د تروريستي پېښې په اړه د غمشريکۍ ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو د بريالي ترسره کېدو مبارکي وويله او د ټاکنو د امنيت د ښه تامين په برخه کې يې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستايلې. نوموړي جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چې د امريکا دولت به د نړيوال ستراتيژيک متحد په توګه د افغانستان له دولت او خلکو سره پاتې شي.
جمهور رئيس غني د جنرال ووټل د غمشريکۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او له افغانستان سره يې په بېلابېلو برخو کې د امريکا د متحدو ايالتونو همکارۍ وستايلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA