د امريکا د پنسلوانيا ايالت په پټسبرګ ښار کې پرون د يهودانو په يوه عبادت ځاى کې وسله وال بريد لږ تر لږه ۱۱ تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان كړي دي.
پوليسو د رابرټ بوورس په نوم شكمن بريد كوونكى نيولى دى.
د پنسلوانيا والي وايي، له رښتينې تراژيدۍ سره مخ شوي دي.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ بريد غندلى او په خبره يې، د کرکې له مخې شوى دى.
ده ويلي، بريد كوونكى بايد اعدام او د خپل کار سزا ورکړل شي.
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم دا بريد غندلى او په وينا يې، د يهودانو ضد احساساتو پر بنسټ شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ