ads

په باميان كې د غرنۍ بايسكل ځغلونې سيالي ترسره شوه

په باميان كې د جمعې په ورځ د غرنۍ بايسكل ځغلونې سيالي ترسره شوه، چې يوازې د همدې ولايت ورزشكارانو په كې ګډون درلود.
د تقدير جام په نوم په دې سيالۍ كې ۱۰ نجونو او ۲۰ هلكانو څه باندې اووه كيلومټره فاصله ووهله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397
په باميان كې د غرنۍ بايسكل ځغلونې سيالي ترسره شوه

په باميان كې د جمعې په ورځ د غرنۍ بايسكل ځغلونې سيالي ترسره شوه، چې يوازې د همدې ولايت ورزشكارانو په كې ګډون درلود.
د تقدير جام په نوم په دې سيالۍ كې ۱۰ نجونو او ۲۰ هلكانو څه باندې اووه كيلومټره فاصله ووهله.
د سيالۍ جوړوونكي د دې كار هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول او د باميان د غوره بايسكل ځغلوونكو ستايل بولي.
د سيالۍ په پاى كې مهدي محمدي، جمعه خان شفيق او اكبر فيضي د هلكانو له ډلې په ترتيب سره له لومړي تر درېيم مقامه وګټل.
د نجونو له ډلې بيا طاهره شايګان، زهرا رضايي او نجلا سخي زاده په ترتيب سره له لومړي تر درېيم مقامه خپل كړل.
باميان د هېواد نسبتاً امن ولايت دى، چې په وروستيو څو كلونو كې هلته په هېواد كې د سولې او يووالي په هدف بېلابېلې ورزشي سيالۍ، د موسيقۍ جشنوارې او فرهنګي او هنري پروګرامونه ترسره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA