ads

په ټولنيزو شبكو كې د ولسي جرګې ټاكنو خپرې شوې پايلې ناسمې وبلل شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون په ټولنيزو شبكو كې د ولسي جرګې ټاكنو خپرې شوې پايلې ناسمې بولي او وايي، تراوسه د ټاكنو د پايلو هېڅ ډول رسمي او غيرې رسمي شمېرې له دې كمېسيونه بهر نه دي لېږدول شوې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397
په ټولنيزو شبكو كې د ولسي جرګې ټاكنو خپرې شوې پايلې ناسمې وبلل شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون په ټولنيزو شبكو كې د ولسي جرګې ټاكنو خپرې شوې پايلې ناسمې بولي او وايي، تراوسه د ټاكنو د پايلو هېڅ ډول رسمي او غيرې رسمي شمېرې له دې كمېسيونه بهر نه دي لېږدول شوې.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، تر دا مهاله سيسټم ته يوازې د پنجشېر او لغمان ولايتونو د شمېرل شوو رايو پايلې داخلې شوې دي.
دى په ټولنيزو شبكو كې د ټاكنو د پايلو په تړاو د شايعاتو خپرول ټاكنيزه سرغړونه ګڼي او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د رسنيو له كمېټې غواړي، چې هغه تعقيب كړي.
بلخوا هاشمي زياته كړه، هغه كسان بايد له قانوني چلند سره مخ شي، كوم چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د كمېشنرانو په استازيتوب د ولسي جرګې ټاكنو له كانديدانو سره معاملې كوي.
نوموړى وايي، هېڅوك نه شي كولى د ياد كمېسيون استازيتوب وكړي.
هاشمي يو ځل بيا د پاكو او ناپاكو رايو د بېلولو په اړه د خپلې كړې ژمنې پر عملي كولو ټينګار وكړ.
دا په داسې حال كې ده، چې مخكې خلكو او يو شمېر سياسي ګوندونو او جريانونو د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه د ناپاكو رايو د پېژندلو او باطل اعلانولو غوښتنه كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA