په ننګرهار كې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو، د عملياتو په مهال څلور وسله وال طالبان وژلي او د وسلو يوه ډيپو يې، چې درنې اوسپکې وسلې په کې وې، هم له منځه وړې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه عمليات تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د يادې ولسوالۍ په خالقداد سيمه کې کړي دي.