د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو، د عملياتو په مهال څلور وسله وال طالبان وژلي او د وسلو يوه ډيپو يې، چې درنې اوسپکې وسلې په کې وې، هم له منځه وړې ده.
د دې ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه عمليات تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د يادې ولسوالۍ په خالقداد سيمه کې کړي دي.
سرچينه زياتوي، په وژل شوو طالبانو کې د دوى مهم غړى زنداني هم شامل دى.
د سرچينې په خبره، د عملياتو په ترڅ كې د حميدالله په نوم يو ماين جوړوونكى له اوو شكمنو كسانو سره نيول شوى دى.
د ننګرهار د رسنيو دفتر همدارنګه وايي، په عملياتو كې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.


