په كندهار كې نن د ولسي جرګې ټاكنې له يوې اونۍ ځنډ وروسته ترسره كېږي او د چارواكو په وينا، پوره چمتووالى ورته نيول شوى دى.
د دې ولايت اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۳ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
هلته د ۱۳ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنو د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مالي او اداري مرستيال معاذالله دولتي تېر ماښام په كندهار كې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال د دغه كمېسيون له كاركوونكو وغوښتل، چې خپلې دندې په سمه او بې طرفانه توګه ترسره كړي.
هغه د كانديدانو له څارونكو او له څارونكو بنسټونو هم وغوښتل، چې د چا پلوي ونه كړي، ځكه په خبره يې، د ولسي جرګې د تلې مياشتې په ټاكنو كې ځينو څارونكو دا اصل رعايت نه كړ.
د يادونې وړ ده، چې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل كېدو له پېښې وروسته هلته د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
د پېښې په ترڅ كې د دې ولايت د ملي امنيت پخوانى رئيس عبدالمومن حسين خېل هم ووژل شو او د والي په ګډون يو شمېر نور كسان ټپيان شول.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو ومانه او دا يې د دوى د يوه نفوذي كس كار وباله.


