ads

په كندهار كې د ټاكنيزو شكايتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاكل شوى

په كندهار كې د ټاكنيزو شكايتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاكل شوى دى.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون وايي، هلته کانديدان، خلک او څارونکي کولى شي د ولسي جرګې ټاكنو د ورځې په ګډون په درېيو ورځو كې خپل ټاكنيز شکايتونه ثبت کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397
په كندهار كې د ټاكنيزو شكايتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاكل شوى

په كندهار كې د ټاكنيزو شكايتونو د ثبت لپاره درې ورځې وخت ټاكل شوى دى.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون وايي، هلته کانديدان، خلک او څارونکي کولى شي د ولسي جرګې ټاكنو د ورځې په ګډون په درېيو ورځو كې خپل ټاكنيز شکايتونه ثبت کړي.
د دغه كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وويل، د ټاكنيزو شکايتونو له ثبت او څو پړاوونو وروسته په دوه اونيو کې د شوو شکايتونو په اړه خپلې پرېکړې اعلانوي.
نوموړي زياته كړه، که څه هم په کابل او د هېواد په ۳۱ نورو ولايتونو كې د ټاكنيزو شکايتونو د ثبت موده پاى ته رسېدلې، خو خلک کولى شي د ثبت شوو شکايتونو په تړاو اسناد او شواهد ور وسپاري.
ټاكل شوې د ولسي جرګې ټاكنو لومړۍ پايلې د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه او وروستۍ پايلې د ليندۍ مياشتې په ۲۹مه نېټه اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA