د اروزګان ولايت د ملي امنيت ځواکونو نن هغه وسلې، مهمات او رېنجر موټرونه رسنيو ته وښودل، چې په تېرو درېيو ورځو کې يې له وسله والو طالبانو ترلاسه كړي دي.
د ملي امنيت رياست د ۹۵۹مې قطعې قوماندان عزيزالله کليد ته وويل، د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې يو ميل راکټ انداز، يو ميل پيکا، درې ميله کلاشينکوفونه، نور بېلابېل ډوله جنګي مهمات او څلور عرادې هغه رېنجر موټرونه ونيول، چې په تېرو وختونو کې له امنيتي ځواکونو طالبانو ترلاسه كړي وو.
د نوموړي په خبره، دغه عمليات په تېرو درېيو ورځو کې د ترينکوټ په مربوطاتو کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
عزيزالله زياته كړه، د ترلاسه شوو مهماتو او موټرونو په تور څوک نه دي نيول شوي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو په اروزګان كې زرګونه فيره مرمۍ او زياته اندازه نشه يي توکي نيولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


