ads

فيفا: په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ستونزې لري

د ټاكنو څارونكي بنسټونه وايي، په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو يوې اونۍ ځنډ ته په كتو تمه كېده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون به د تلې مياشتې ټاكنو ستونزې حل او په دې ولايت كې سمې ټاكنې ترسره كړي، خو دا ستونزې پر ځاى پاتې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397
فيفا: په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ستونزې لري

د ټاكنو څارونكي بنسټونه وايي، په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو يوې اونۍ ځنډ ته په كتو تمه كېده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون به د تلې مياشتې ټاكنو ستونزې حل او په دې ولايت كې سمې ټاكنې ترسره كړي، خو دا ستونزې پر ځاى پاتې دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ فيفا اجرايوي رئيس محمد يوسف رشيد نن سهار كليد ته وويل، په كندهار كې د دوى څارونكو ورته ويلي، چې د راى وركولو ځينې مركزونه د ټاكنيزو توكو نه رسېدلو او د كاركوونكو نه حاضرېدلو له كبله په وخت د راى وركوونكو پرمخ نه دي پرانيستل شوي.
نوموړي زياته كړه، د دوى څارونكو ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې هلته د رايو يو شمېر صندوقونه تېره شپه ډك شوي دي.
د رشيد په وينا، د راى وركولو په مركزونو كې د خلكو ګڼې ګوڼې او د كار سستوالي ته په كتو ښايي ګڼ شمېر كسان د راى وركولو له حقه محروم پاتې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA