حکومتي وياندويان: په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو بهير ښه روان دى

حکومتي وياندويانو په كندهار كې د ولسي جرګې ټاکنو د امنيت خونديتوب ډاډ ورکړ او هلته يې د راى اچونې روان بهير ښه وباله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې وياند سيد شاه سقيم او د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن سهار د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خبري غونډې په مهال له رسنيو سره د كندهار د ټاكنو په اړه معلومات شريك كړل.