ads

حکومتي وياندويان: په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو بهير ښه روان دى

حکومتي وياندويانو په كندهار كې د ولسي جرګې ټاکنو د امنيت خونديتوب ډاډ ورکړ او هلته يې د راى اچونې روان بهير ښه وباله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې وياند سيد شاه سقيم او د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن سهار د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خبري غونډې په مهال له رسنيو سره د كندهار د ټاكنو په اړه معلومات شريك كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 لړم 1397

دانش په كندهار كې امنيتي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې كړه، هلته زرګونه امنيتي سرتېري د ولسي جرګې ټاكنو امنيت ساتي.
بلخوا د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي وويل، په كندهار كې د ټاكنو روان بهير د بېلابېلو بنسټونو د ۴۵۰۰ څارونكو له لوري څارل كېږي.
د هغه په وينا، په دې ولايت كې د ۱۳ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنو د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي، چې ۱۱ تنه به يې ولسي جرګې ته لار پيدا كړي.
په ورته مهال د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې وياند سيد شاه سقيم وويل، په كندهار كې د راى اچونې بهير په ښه توګه روان دى.
هغه په ټاكنو كې د خلكو د ګډون كچه له توقع ډېره لوړه وبلله.
د يادونې وړ ده، چې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل كېدو له پېښې وروسته هلته د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA