ټاكل شوې سبا په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي وايي، د كندهار اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۴ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
نوموړى زياتوي، هلته به د ولسي جرګې ټاكنې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تر څارنې لاندې وشي.
په كندهار كې شاوخوا ۵۰۰ زره كسانو د راى وركولو لپاره نومليكنه كړې او ۱۱۲ تنه د ولسي جرګې ټاكنو ته كانديدان دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ولايت د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل كېدو له پېښې وروسته هلته د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
د پېښې په ترڅ كې د كندهار د ملي امنيت پخوانى رئيس عبدالمومن حسين خېل هم ووژل شو او د والي په ګډون يو شمېر نور كسان ټپيان شول.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو ومانه او دا يې د دوى د يوه نفوذي كس كار وباله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


