ads

په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو ته پوره چمتووالى نيول شوى

ټاكل شوې سبا په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، د كندهار اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۳ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 لړم 1397
په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنو ته پوره چمتووالى نيول شوى

ټاكل شوې سبا په كندهار كې د ولسي جرګې ټاكنې ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، د كندهار اوسېدونكي به په ۱۷۳ ټاكنيزو مركزونو كې، چې ۱۱۱۳ محلونه لري، د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
نوموړي زياته كړه، هلته د ۱۳ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنو د ولسي جرګې ټاكنو ته ځانونه كانديد كړي دي.
د ابراهيمي په وينا، دوى په كندهار كې د يادو ټاكنو ترسره كېدو ته پوره چمتووالى لري.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون مرستيال وياند د ولسي جرګې ټاكنو د لومړنيو پايلو د اعلان د ځنډ په اړه د اندېښنو په غبرګون كې وايي، دوى چمتو دي، چې د زماني جدول پر بنسټ د روانې لړم مياشتې په ۱۹مه نېټه دغه پايلې له خلكو سره شريكې كړي.
د يادونې وړ ده، چې د كندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل كېدو له پېښې وروسته هلته د ولسي جرګې ټاكنې د يوې اونۍ لپاره وځنډول شوې.
د پېښې په ترڅ كې د دې ولايت د ملي امنيت پخوانى رئيس عبدالمومن حسين خېل هم ووژل شو او د والي په ګډون يو شمېر نور كسان ټپيان شول.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو ومانه او دا يې د دوى د يوه نفوذي كس كار وباله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA