ads

په قطر كې د امريكا او طالبانو د استازو پر ليدنې نيوكه وشوه

د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په قطر كې د طالب استازو پر ليدنې نيوكه كوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 لړم 1397
په قطر كې د امريكا او طالبانو د استازو پر ليدنې نيوكه وشوه

د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په قطر كې د طالب استازو پر ليدنې نيوكه كوي.
د دې شورا غړى حبيب الله فوزي وايي، امريكا د افغانانو له مشورې پرته او په خپلسرې توګه له طالبانو سره خبرې كړې دي.
دى ټينګار كوي، چې د سولې پروسه بايد بين الافغاني وي او دا په هېواد كې د سولې ټينګښت لپاره مناسبه لار ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د تېرې تلې مياشتې په ۲۰مه نېټه په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر د رئيس شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب استازو سره وكتل.
په غونډه كې د بهرنيو ځواكونو پر وتلو او د افغانستان د مسئلې پر سوله ييز حل خبرې وشوې او دواړو لورو په راتلونكې كې د خپلو غونډو د دوام پرېكړه وكړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA