وسله والو طالبانو په پاكستان كې له بنده د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر د مرستيال ملا عبدالغني برادر خوشې كېدل تاييد كړل.
د دوى لخوا كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه كې راغلي، ملا برادر له تېرو نهو كلونو راهيسې په پاكستان كې بندي وو.
طالبانو د نوموړي روغتيايي حالت ښه بللى او په وينا يې، له كومې معاملې او واسطې پرته خوشې شوى دى.
د سولې عالي شورا د ملا برادر د خوشې كېدو هركلى كوي او وايي، د هغه سوابقو ته په كتو هيله شته، چې خوشې کېدل به يې د سولې پروسې په برخه کې ګټور تمام شي.
د دې شورا غړي محمد امين وقاد ملا برادر هغه کس وباله، چې کولی شي د سولې په پروسه کې داسې منځګړی وي، چې هم طالبان او هم نړيوال پرې باور وكړي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


