د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون په مركزي او ولايتي دفترونو كې د ولسي جرګې ټاكنو په تړاو، چې د تېرې تلې مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه له كندهار او غزني پرته د هېواد په نورو ټولو ولايتونو كې ترسره شوې، له لسو زرو زيات شكايتونه ثبت شوي دي.
د دغه كمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني نن كليد ته وويل، دوى اوس مهال د يادو قضيو پر تشخيص بوخت دي او په راتلونكو شاوخوا دوه ورځو كې به دا پړاو پاى ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، د شكايتونو تر تشخيص وروسته هغه څېړل كېږي.
روحاني زياته كړه، د شكايتونو او د راى صندوقونو تر څېړلو وروسته به ستونزې لرونكې رايې باطلې او په دې كار سره ځينې كانديدان پارلمان ته له تګه پاتې شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرګې ټاكنو په ورځو كې د راى وركولو مركزونو په ځنډ پرانيستل كېدل او حتى بند پاتې كېدل، د راى وركوونكو د لېستونو نابشپړتيا، د راى پاڼو كموالى او د بايومټريك دستګاوو كار نه كول او د هغو له كارولو سره د ټاكنو د كاركوونكو نابلدتيا هغه موارد دي، چې هېوادوالو پرې نيوكې كړې دي.


