د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د ۱۲ وسله والو مخالفينو د وژلو او پنځو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.
دغه وزارت نن په يوه خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د پکتيکا، کندهار، هلمند، کونړ، ننګرهار او زابل ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


