ads

د هرات د امنيتي خبرو اوومه نړيواله غونډه پيل شوه

په هرات كې نن د امنيتي خبرو په اوومه نړيواله دوه ورځنۍ غونډه كې په افغانستان او سيمه كې سولې ته د رسېدو لپاره د هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وشو.
د غونډې پرانيستونكې وينا د دغه ولايت والي محمد اصف رحيمي وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 لړم 1397
د هرات د امنيتي خبرو اوومه نړيواله غونډه پيل شوه

په هرات كې نن د امنيتي خبرو په اوومه نړيواله دوه ورځنۍ غونډه كې په افغانستان او سيمه كې سولې ته د رسېدو لپاره د هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وشو.
د غونډې پرانيستونكې وينا د دغه ولايت والي محمد اصف رحيمي وكړه.
هغه وويل، په افغانستان كې د جګړې او بحران له پاى ته رسېدو سره د سيمې او نړۍ هېوادونو ګټې ښې تامنېږي او له دغو هېوادونو يې وغوښتل، چې په دې برخه كې له افغان حكومت سره صادقانه همكاري وكړي.
بل پلو د افغانستان لپاره د ازبكستان د جمهور رئيس ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشيف په ياده غونډه كې وويل، هېواد يې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتونكى دى او په دې برخه كې د دغه هېواد له حكومت سره همكاري كوي.
نوموړي زياته كړه، تاشكند د كابل د سولې هڅو ملاتړى دى.
د هرات د امنيتي خبرو شپږمه نړيواله غونډه د تېر لمريز كال د تلې مياشتې په ۲۱مه نېټه د ۱۷ هېوادونو او دوو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
دا غونډه په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت په هدف هر كال جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA