اسټراليا له افغانستان سره د خپلو امنيتي مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په كابل كې د دې هېواد سفيرې نيکولا ګورډن سمېت پرون له غرمې وروسته د ملي امنيت له سلاكار حمدالله محب سره د ليدنې په مهال وويل، هېواد به يې د متحد او همکار په توګه د امنيت او ثبات په ټينګښت كې د افغانستان له حکومت او خلکو سره پاتې شي.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب له افغانستان سره د اسټراليا مرستې وستايلې او د هغو پر دوام يې ټينګار وکړ.
نوموړي له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د اسټراليا ملاتړ او د جينيوا په جوړېدونكي كنفرانس كې د دغه هېواد ګډون مهم وباله.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د سولې پروسې، امنيت ټينګښت او د افغانستان او اسټراليا د اړيكو پراختيا په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


