د حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې حکومت د کندهار د امنيه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق د ترور پېښه په جدي ډول څېړي.
عبدالله چې نن د کندهار له خلکو او د ستر پاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د غم شريکولو په هدف کندهار ته ولايت ته تللی، وايي، په نوموړي بريد پر افغانستان بريد دی او افغان حکومت به دا قضيه په جدي ډول وڅېړي.
اجرايه رييس ټينګار وکړ چې د افغانستان دښمنان د خلکو په منځ کې د تفرقې اچولو هڅه کوي او په دې هېواد کې سوله او ثبات نه غواړي.
تر دې وړاندې جمهور رييس محمد اشرف غني هم کندهار ته تللی و او ويلي و چې د ستر پاسوال عبدالرازق د وژلو طرحه په پاکستان کې جوړه شوې وه او دغه هېواد غواړي چې د دې پېښې اصلي عاملان افغانستان ته وسپاري خو پاکستان بيا دغه تور رد کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


