ads

افغان سوله د جينوا کنفرانس تر ټولو مهمه موضوع ده

ټاکل شوې د جنيوا په کنفرانس کې د سولې پر پروسې خبرې وشي او افغان سوله د دې کنفرانس تر ټوله مهمه موضوع ده چې خبرې اترې پرې کېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 لړم 1397
افغان سوله د جينوا کنفرانس تر ټولو مهمه موضوع ده

ټاکل شوې د جنيوا په کنفرانس کې د سولې پر پروسې خبرې وشي او افغان سوله د دې کنفرانس تر ټوله مهمه موضوع ده چې خبرې اترې پرې کېږي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تداميچي ياماماتو سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي د جنيوا کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې د نومبرپه ۲۸مه جوړ شي، معلومات ورکړي دي.
هغه زياته کړه، د افغان سولې بهير او له هغه څخه ملاتړ، د جنيوا کنفرانس په لومړيتوب کې دي.
بلخوا د هېواد د ملي امنيت سلاکار له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو له دوامداره مرستو مننه وکړه او د افغانانو په مشرۍ يې د سولې له بهير پر ملاتړ ټينګار وکړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA