د امريکا د خزانې وزارت وايي، ځينې طالب مشران او د دې ډلې ملاتړي يې د نړيوالو بنديزونو په تور لېست کې شامل کړي دي. په دې لېست کې دوه ايراني پوځي افسران هم شامل دي چې د طالبانو په مالي ملاتړ او تجهيز تورن شوي دي.
دغه کسان د ترهګرۍ د تمويل د پېژندلو مرکز له لوري په نښه شوي او بنديزونه پرې لګول شوي دي. امريکا، سعودي عربستان، بحرين، قطر او متحده عربي امارت د دې مرکز غړي دي.
د امريکا د خزانې وزير وايي، طالب مشران د مرګونو او وژونکو بريدونو د کولو له کبله په دې لېست شامل شوي دي.
واشنګټن ټينګار کړی چې طالبان او ملاتړي يې هڅه کوي افغان حکومت له بې ثباتۍ سره مخ کړي.


