نن د اکتوبر ۲۴مه د پوليو پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ ده. دغه ورځ داسې مهال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي چې اوس مهال افغانستان د هغو درېيو هېوادونو په سر کې دی چې د پوليو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
سږ کال په افغانستان کې د پوليو ۱۶ پېښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې بيا يوازې ۴ دغه ډول پېښې ثبت شوې دي.
که څه هم په نايجريا کې د پوليو پېښې صفر ته را ټيټې شوې، خو تر دې مهاله هم دغه هېواد د پوليو له ګواښ سره مخ بلل شوی او له دې ناروغۍ پاک هېواد نه دی اعلان شوی.


