د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د رای ورکولو په ۸۰ فيصده مرکزونو کې د بايومټريک سيستم له لارې رايې ورکړل شوې دي او په ځينو مرکزونو کې بيا د بايومټريک ماشينونو د کار نه کولو له کبله رايه اچونه په عادي ډول ترسره شوې ده.
د دې کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد نن يوې خبري غونډې ته وويل، د هغو مرکزونو د رايو په شمېرلو کې ډېر دقت کېږي چې له بايومټريک پرته اچول شوې دي.
صياد ټينګار کوي چې د خلکو له رايو سره به لوبې ونه شي او پاکې رايې به له ناپاکو بېلې کړل شي.
د ټاکنو کمېسيون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې سياسي ګوندونو او جريانونو د ټاکنو له کمېسيون غوښتي چې له بايومټريک پروسې پرته ورکړل شوې رايې باطلې اعلان کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې مياشتې په ۲۸مه له غزني او کندهار پرته د افغانستان په ۳۲ ولايتونو کې ترسره شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


