ads

د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو ۶ زره شکايتونه ثبت شوي

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ټاکنو په تړاو د شکايتونو د ثبت ۴۸ ساعته بهير تېره شپه پای ته ورسېد او نن دې شکايتونو ته د رسيدګۍ پروسه پيلېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لړم 1397
د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو ۶ زره شکايتونه ثبت شوي

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، د ټاکنو په تړاو د شکايتونو د ثبت ۴۸ ساعته بهير تېره شپه پای ته ورسېد او نن دې شکايتونو ته د رسيدګۍ پروسه پيلېږي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو يې له۶ زرو زيات شکايتونه ثبت کړي دي.
د نوموړي په خبره ډېری شکايتونه په کابل او لومړۍ درجه ولايتونو کې ثبت شوي دي.
روحاني زياتوي، د شکايتونو ډولونه مختلف دي او له څېړنې وروسته به په دې تړاو وضاحت ورکړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، په ولايتي کمېسيونونو او په نهايي ډول مرکز کې شکايتونو ته د لومړنۍ رسېدنې چارې ښايي يوه مياشت وخت ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA